په مزارشریف ښار کې د یو شمېر دیني عالمانو، د بلخ د ولایتي شورا د غړو، قومي مشرانو او مدني ټولنې د غړو لخوا له امنیتي ځواکونو د ملاتړ غونډه جوړه شوه.
د هېواد سیاستوال د سیاسي واک پر سره اختلاف کې ښکېل دي
خبرگزاری صدای افغان(آوا) مزارشریف , 1 ثور 1395 ساعت 10:37
په مزارشریف ښار کې د یو شمېر دیني عالمانو، د بلخ د ولایتي شورا د غړو، قومي مشرانو او مدني ټولنې د غړو لخوا له امنیتي ځواکونو د ملاتړ غونډه جوړه شوه.
د بلخ ولایت سرپرست والي عطا محمد نور د سېشنبې په ورځ وویل چې د ملي یووالي حکومت مشران د سیاسي واک پر سره اختلافونو کې ښکېل دي،له دې امله په هېواد کې د ناامنۍ د پراختیا لپاره زمینه برابره شوې ده.
هغه په هغې غونډه کې چې به مزارشریف کې د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه له خلکو څخه یې وغوښتل ترڅو د هېواد د ټيګاو لپاره خپله پرېکړه ونیسي.
په مزارشریف ښار کې د یو شمېر دیني عالمانو، د بلخ د ولایتي شورا د غړو، قومي مشرانو او مدني ټولنې د غړو لخوا له امنیتي ځواکونو د ملاتړ غونډه جوړه شوه.
د بلخ سرپرست والي په دغه غونډه کې له افغان ځواکونو پر ملاتړ ټینګار کوي او وايي افغان مشران د سیاسي قدرت پر سر په اختلافاتو بوخت دي.
ښاغلي نور څرګنده کړه:"خپل سیاستوال وینو چې کله د واک پر سر هڅه کوي او ستونزې لري،کله هم قومي مسایل مطرحه کېږي،کله سمتي مسایل یادېږي چې د هغوی هېڅ یو یې د افغانستان او د افغانستان په اساسي قانون کې او د افغانستان د خلکو هیلو او غوښتنو کې ځای نهلري".
عطامحمدنور په دې باور دی چې طالبان په سوله باور نهلري او په تېرو کلونو کې د سولې بهیر ناکام و، له دې امله نوموړی په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره داسې وړاندیز کوي.
په دغې غونډه کې دیني عالمان امنیت لوي نعمت بولي او له افغان ځواکونو پر ملاتړ ټینګار کوي.
د دین عالم سید محمد حلیم په دې اړه وویل: "امنیتي ځواکونه یو بشپړ ځواک دی.په مېړانه په زړورتیا له عبادت سره زموږ له وطن څه ساتنه کوي او زموږ په هېواد کې د سولې،امنیت د نیولو لامل کېږي".
دیني عالمان ترهګري، د ملکي خلکو وژل او د سنګرونو په توګه د خلکو د کورونو کارول لویه ګناه بولي.
د بلخ مفتي رحمت الله په دې اړه زیاته کړه: "د ماشومانو،ښځو،زړو او یا د بې ګناه مسلمانانو څخه د ډال په توګه کار اخیسته د شریعت له پلوه هېڅ اجازه نه لري. ځکه چې د مسلمان وینه الله تعالی ته ډېره ارزښتناکه ده.د مسلمان وینه باید ناحقه تویه نهشي".
دغه دیني عالمان په دغې غونډه کې له امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ یوه دیني وجیبه بولي او له ټولو خلکو غواړي چې له افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.
د مطلب کود: 125254