دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۵۵
د مطلب کود : 125070
د هېواد کرکټ ملي لوبډلې کېڼ لاسی لوبغاړی
میر حمزه هوتک د هېواد کرکټ ملي لوبډلې کېڼ لاسی لوبغاړی، وروسته له دې چې د ۱۹ کلنو لوبډلو په لوبو کې ښه وځلید د کرکټ ملي لوبډلې ته یې لاره ومونده.
میر حمزه هوتک د هېواد کرکټ ملي لوبډلې کېڼ لاسی لوبغاړی، وروسته له دې چې د ۱۹ کلنو لوبډلو په لوبو کې ښه وځلید د کرکټ ملي لوبډلې ته یې لاره ومونده.
امیر حمزه د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د غورو لوبغاړو نوملړ کې د توپ‎اچونې په برخه کې د نړۍ په کچه ۲۴ځای لري.
نوموړی ۲۴ کاله عمر لري او میدان وردګو ولایت کې یې سترګې نړۍ ته پرانیستي دي او اوسمهال د افغانستان کرکټ ملي لوبدلې مهم لوبغاړی دی.
هوتک په ۲۰۱۰ نړیوالو لوبو کې د د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو لوبغاړو د لوبډلې غړی وه.
نوموړي د ۱۹ کلونو لوبغاړو آسیایي لوبو کې چې کویټ کې ترسره شوې ښه وځلید. دی، په ۲۰۱۰ کال کې د نیپال پر وړاندې لوبه خپله مهمه کارکړنه بولي.
حمزه په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په جوړښت کې شارجه کې د پاکستان پر وړاندې یوه ورځنۍ لوبه وکړه. او په ۲۰۱۴ کال کې د کینیا پر وړاندې یوه ورځنۍ لوبه کې وتوانیدو چې په ۱۰ اورونو کې ۳ وېکټې ترلاسه کړي.
په دې سره د ۲۰۱۴ کال آسیایي لوبو کې په منځنۍ کچه کې وه.
حمزه خپله توپ‎اچونه د نو زیلاند کرکټ لوبغاړي، دانیل وېټوري سره پرتله کوي.
د هېواد کرکټ دغه لوبغاړي د لومړي ځل لپاره د سکاټلند پر وړاندې ۲۰۱۳ کال کې ۲۰ اوریزه لوبه ترسره کړه او وروسته لوبه یې هم تر دې مهاله د ۲۰۱۶ کال نړیوالو ۲۰ اوریزه لوبه وه چې د وېسټ انډیز پر وړاندې یې ترسره کړه.
حمزه هوتګ په ۲۱ یوه ورځنیو لوبو کې ۱۴ منډې ترسره کړې دي او ۲۳ شل اوریزو لوبو کې یې ۱۴ مندې ترسره کړې دي.
خو د بالنګ یا توپ‎اچونه کې د ۲۱ لوبو په ترڅ کې د ۱۰۶۶ توپونو په اچولو سره مخامخ لوبدلې ته یې ۶۷۲ منډې ورکړې دي. همداراز ده په ۱۹ شل اوریزو لوبو کې د ۳۷۸توپونو په اچولو یې ۴۴۲ منډې موکه ورکړه.
د هېواد کرکټ ملی لوبډلې، لوبغاړی په نړیوالې شورا له خوا د غورو لوبغاړو نوملړ کې د توپ‎اچونې په برخه کې د نړۍ په کچه ۲۴ځای لري.
https://avapress.com/vdca0mn6w49nuw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته