دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۰۳
د مطلب کود : 124945
روزګان : د ۳۲۳ سیلاب ځپلو کورنیو سره مرستي وسوي
په روزګان مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې د ورستیو اورښتونو له امله د سیلاب ځپلو کورنیو سره نن ددې ولایت د طبعي پیښو پر وړاندي د مبارزي د ریاست او یوشمير نورو مرستندویه ادارو لخوا د مرستو ویش پیل سوو .
په روزګان مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې د ورستیو اورښتونو له امله د سیلاب ځپلو کورنیو سره نن ددې ولایت د طبعي پیښو پر وړاندي د مبارزي د ریاست او یوشمير نورو مرستندویه ادارو لخوا د مرستو ویش پیل سوو .
د روزګان ولایت د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزي مسوولین وایې چې په ورکړل سویو موادو کې خوراکې او غیري خوراکې توکې شامل دي او د ورستیو ورښتونو له امله زیانمونو کورنیو ته ورکول کیږي
دیادې اداري مشر عصمت الله فیض وایې هري کورنۍ ته  اوړه ، وریجې ، لوبیا ، غوړي او همدارنګه خیمه ، کمپلي ، جامي ، او د پخلنځي سامان ورکول کیږي نوموړي وایې دغه مرسته د (  ( IOM او ( (HAPA د مرستدویه موسیساتو لخوا د مرکز ترینکوټ د (۳۲۲) سیلاب ځپلو کورنیو سره سوي او ډیر ژر به د مرستو دغه لړۍ د ولسوالیو سلګونو نورو سیلاب ځپلو ته هم ور ورسیږي .
فیض وایې ددوي اداره هڅه کوي چې د هغو کورنیو سره د کورونو په جوړولو کې هم مرسته وکړي کوم چې د ورستیو اورښتونو له امله یې کورونه ویجاړ سوې دي.
د روزګان ولایت د ولایتي شورا رییس عبدالکریم خادمزي وایې چې د ورستیو او ورښتونو له امله په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې سلګونه کورنۍ زیانمنې سوي خو په وینا یې چې باید دولت د کورونو په جوړولو کې مرستي وکړي
خادمزي وایې چې نننۍ مرستي بسنه نه کوي او داړوندو ادارو څخه یې وغوښته چې دخپلو مرستو لړۍ تر ولسوالیو پوري وغځوي
همدارنګه هغه کسان چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره راغلي وه د دولت څخه د ډیرو مرستو غوښتنه کوي
دوي وایې چې د ورستیو اورښتونو له امله یې ځمکې ابو وړي او کورونه یې ویجاړ سوي خو په وینا یې تردي مهاله کومې اداري ورسره د کورونو په جوړولو کې مرسته نده کړي  
سرچينه : ټآټوبی
https://avapress.com/vdcayyn6m49nuo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته