کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان دې د سولې په پروسه کې شامل شي

د صدای افغان خبری (آوا) آژانس , 22 حمل 1395 ساعت 10:45


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسیدو لپاره د سولې په پروسه کې شامل شي.

جان کري دا غوښتنه تېره ورځ په کابل کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په ګډ خبري کانفرانس کې وکړه.

"له طالبانو غواړو چې د سولې له پروسې، یوې قانوني پروسې سره یو ځای شي چې په افغانستان کې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کیږدي."

امریکا د هغه څلور اړخیزه غونډې غړی دی چې څلور ځله يې په کابل او اسلام اباد کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مستقیمو خبرو د پیل پر لارو چارو خبرې کړي دي.

ټاکل شوې وه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مستقیمي خبرې په تیره مارچ میاشت کې ترسره شوې وای خو طالبانو دا پلان شوې خبرې رد کړې.

له کابل څخه د کتنې پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز په اړه د واشنګټن ژمنه تازه کړه.
ولسمشر اشرف غني هم په دې خبري غونډه کې روان لمریز کال د هر اړخیزو اصلاحاتو کال وباله.
ولسمشر اشرف غني هم په دې خبري غونډه کې روان لمریز کال د هر اړخیزو اصلاحاتو کال وباله.

ناټو او زیات شمېر نورو هېوادونو له افغانستان سره خپلې مرستې په دې هېواد کې د لازمو اصلاحاتو په راوستلو پورې تړلي دي.


"له نیکه مرغه د افغانستان ټول خلک د فساد پرضد په مبارزې او اصلاحاتو راوستلو ټینګار کوي.فساد هغه سرطان دی چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي وجود يې نه شي زغملای.په عین حال کې له نړیوالو سره زموږ قرارداد د ارزښتونو او هغو حقونو د خوندیتوب پر اساس دی چې اساسي قانون د ټولو افغانانو لپاره ټاکلي دي."

جان کري په داسې وخت کې له کابل کتنه کوي چې په افغانستان کې سیاسي کړکیچونه مخ په زیاتیدو دي.

د جان کري په منځګړتوب د ملي یووالي د حکومت د مشرانو ترمنځ د سیاسي موافقې چې د روان میلادي کال په اوړي کې يې موده پایته رسیږي، پوښتنې او اندېښنې پورته کړي دي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ملي یووالي د حکومت موافقه په روان کال کې پای ته نه رسیږي بلکې دا سیاسي توافق دی یوې پینځه کلنې دورې لپاره دی.


د مطلب کود: 124774

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/124774/طالبان-دې-د-سولې-په-پروسه-کې-شامل-شي

آوا
  https://www.avapress.com