کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بحرین کښې د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ بوږنونکی رپورټ خپور شو

ایرنا , 16 حمل 1395 ساعت 11:39

په بحرین کښې د بشری حقوقو پلوی یو غیرحکومتی ارګان په ۲۰۱۵ کال کښې په دغه هیواد کښې د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ په هکله یو بوږنونکی رپورټ خپور کړ.


په بحرین کښې د بشری حقوقو پلوی یو غیرحکومتی ارګان په ۲۰۱۵ کال کښې په دغه هیواد کښې د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ په هکله یو بوږنونکی رپورټ خپور کړ.

د پریس ټی وی د خبر له مخې دبحرین د بشری حقوقو د مرکز د رپورټ له مخې چې پرون خپور شوی، آل خلیفه رژیم په تیر میلادی کال کښې یو زر اته سوه دری اتیا 1783 کسان په اعتراضی فعالیتونو کښې د ګډون په وجه نیولی دی.

په یاد رپورټ کښې راغلی چې د نیونې د دې پیښو په نیمایی برخه کښې د بحرین امنیتی ځواکونه بې له مجوزه د بحرین د خلکو کورونو ته ننوتی اوهغوی یې نیولی دی. کابو دیرش فیصده نیونې هم د حکومتی ضدو مظاهرو په دوران کښې شوې دی.

رپورټ زیاتوی: د نیول شویو کسانو حقیقی شمیر له اعلان شوی شمیره ډیر زیات دی ځکه چې د نیول شویو کسانو کورنۍ یوځل بیا د هغه د زندانی کیدو د مخنیوی لپاره د بشری حقوقو پلوی ارګانونو ته د هغه د نوم له ورکولو ډډه کوی.

د بحرین د بشری حقوقو د مرکز په رپورټ کښې همداشان راغلی چې په ۲۰۱۵کال کښې لږترلږه ۴۴۱کسان بې درکه شول چې ۳۸ فیصده پکښې له اتلسو کالو کم عمره ځلمیان دی.

رپورټ د بحرینی بندیانو شکنجه کیدو او لوږتړونو ته هم اشاره کړې ده.

 


د مطلب کود: 124527

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/124527/په-بحرین-کښې-د-بشری-حقوقو-خلاف-ورزۍ-بوږنونکی-رپورټ-خپور-شو

آوا
  https://www.avapress.com