کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سولې په عالی شورا کښې د اختلاس د ادعا څیړنه دې وشی

ایرنا , 16 حمل 1395 ساعت 11:28

د افغانستان د مشرانو جرګې غړو د دغه هیواد د سولې په عالی شورا کښې د اختلاس د ادعا د څیړنې غوښتنه وکړه.


د افغانستان د مشرانو جرګې غړو د دغه هیواد د سولې په عالی شورا کښې د اختلاس د ادعا د څیړنې غوښتنه وکړه.

افغان غږخبری آژانس خبر ورکړی چې د افغانستان د سنا جرګې ځینو غړو پرون وویل چې د افغانستان د سولې د عالی شورا له بودجې څخه د ۲۴۰۰ پروژو د اختلاس په هکله د دغې شورا د ویاند شهزاده شاهد د ادعا په هکله باید تحقیق او څیړنه وشی.

دغو غړو همداشان ټینګار وکړ چې له بهرنیو سفارتخانو څخه د سولې د عالی شورا د ځینو غړو د میاشتنیو حقوقو یا تنخواه د ترلاسه کولو په اړه دې هم تحقیقات وشی.

د ویلو ده چې د افغانستان د سولې د عالی شورا ویاند په دې وروستیو کښې په یوه ټیلیویژنی مرکه کښې ویلی وو چې د یادې شورا ځینی لوړرتبه غړی د بهرنیو سفارتخانو لپاره کار کوی او په دې وروستیو کلونو کښې د څه باندې ۲۴۰۰ پروژو په بودجه کښې هم اختلاس شوی دی.

د افغانستان د سولې عالی شورا ۵۰ غړی لری.


د مطلب کود: 124523

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/124523/د-سولې-په-عالی-شورا-کښې-اختلاس-ادعا-څیړنه-دې-وشی

آوا
  https://www.avapress.com