کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي اردوپه عملياتو کي ۷۷ وسله والوطالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

کندهار ملی تلویزیون , 12 حمل 1395 ساعت 20:42

تېره اونۍ کي په نورو ترسره سوو علمياتو کي ۴۶ ماينونه هم کشف او له منځه وړل سوی دي.


د ۲۰۵ اتل قول اردو څخه خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دې قول اردو له خوا د طوفان په نوم د پيل سوو علمياتو په ترڅ کي، چي په تېره اوونۍ کي ترسره سوي د روزګان ولايت په شهيد اساس، دهراوت او د کندهار په غورک ولسوالۍ کي د توپچي او هوائي ځواکونو په ملاتړ ۴۸ تنه وسله وال طالبان وژلي او ۲۹ تنه نور هم ژوبل سوي دي.
د خبرپاڼي په حواله په دې او تېره اونۍ کي په نورو ترسره سوو علمياتو کي ۴۶ ماينونه هم کشف او له منځه وړل سوی دي.
خبرپاڼه کي کښل سوي، چي ګډ امنيتي ځواکونه د بې ګناه خلګو د ژغورني له پاره پر لپسې عمليات ترسره کوي او دا مهال هغه ټولي سيمي له ډاډمن امنيت څخه برخمني دي، چي امنيتي ځواکونو پکښي عمليات ترسره کړي دي.


د مطلب کود: 124398

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/124398/ملي-اردوپه-عملياتو-کي-۷۷-وسله-والوطالبانو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com