کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ځواک په قدرت سره دورانکاریو مخه نیولې ده

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 25 حوت 1394 ساعت 17:32


دناټو موسسې عمومی منشی ینس سټولتنبرګ چې دافغانستان په ناڅاپی سفر نن کابل ته تللی ، له افغان ولسمشر اشرف غنی سره په کتنې کې ئې ویلی دی ، دوسله والو ډلو دحملو په باب خپرې شوی احصائې ښئ چې تیر میلادی کال دافغان ځواک لپاره ډیر سخت ؤ ،خو دوی په قدرت سره توانیدلی دی له خنډونو تیر شی .

 دناټو موسسې عمومی منشی په دوام کې په ۲۰۱۶کال کې دافغان امنیتی ځواک څخه ددغې موسسې پر ملاتړ ټینګار وکړ.

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږی چې طالبانوډله په افغانستان کې دپسرلی عملیاتو دترسره کولو لپاره ځانونه تیارو ی .

ددغه راپورپه اساس دامریکا او انګلستان پشمول دناټو ځینو غړو هیوادونو له دې مخکې ویلی دی ، دافغانستان امینتی اوسیاسی وضعیّت ته په پام سره ، به دغه هیواد ته بیا خپل لازیات پوځیان ولیږدوی


د مطلب کود: 123827

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/123827/افغان-ځواک-په-قدرت-سره-دورانکاریو-مخه-نیولې-ده

آوا
  https://www.avapress.com