دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 122991
اعضای جدید شورای عالی صلح
اعضای جدید شورای عالی صلح
د افغان حکومت اجراییه ریاست او د سولې عالي شورا تایید کړه چې د سولې شورا د رهبرۍ پلاوي په تشکیل کې بدلون راغلی دی.

د افغان حکومت اجراییه ریاست او د سولې عالي شورا تایید کړه چې د سولې شورا د رهبرۍ پلاوي په تشکیل کې بدلون راغلی دی.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، داجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل رسنیو ته وویل چې پیر سید احمد ګیلاني د دغې شورا د مشر په توګه ټاکل شوی او نوموړي ته مرستیالان هم تعین شوي دي.
اجراییه ریاست وایي چې پخوانی جهادي مشر پير سید احمد ګیلاني د سولې شورا د مشر او محمد کریم خلیلي، حبیبه سرابي، عطاالله سلیم، مولوي خبیر، حاجي دین محمد او مولوي خدام د دغې شورا د مرستیالانو په توګه ټآکل شوي دي.
د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وویل چې محمد ایوب رفیقي د یادي شورا د دارالانشا د رییس په توګه ټاکل شوی او فاروق بشر او فرهاد الله فرهاد یې مرستیالان انتخاب شوي دي.
د اجراییه ریاست فرهنګي سلاکار سید آقا فاضل سانچاره کي هم په خپله فیس بوک پاڼه کې دغه خبر خپور کړی او د سولې شورا نوي مشر او د رهبرۍ شورا غړو ته یې مبارکې ویلې ده.
د سولې شورا د رهبرۍ پلاوي په تشکیل کې دا بدلون په داسې حال کې راغلی چې افغان حکومت وایي، د فبرورۍ تر پایه به له طالبانو سره د مخامخ خبرو نېټه مشخصه کړي.
د افغانستان د سولې په اړه یوه ورځ وروسته په کابل کې د اسلام آباد، کابل، بیجینګ او واشنګټن د استازو څلورمه څلور اړخیزه غونډه هم جوړیږي.
د سولې شورا په رهبري پلاوي کې بدلون وروسته له هغه راځي چې په دې وروستیو کې د سولې شورا پر پخواني تشکیل انتقادونه ډیر شول او یو شمېر مرسته کوونکو هیوادونو په دې شورا خپلې مرستې هم بندې کړي.
سرچينه : خبرگزاری صدای افغان )آوا) - کابل
https://avapress.com/vdcjh8evvuqe8hz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته