کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امنیت شورا د داعش پرضد پر یوې مسودې خبرې کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 قوس 1394 ساعت 16:16


واشنګټن او مسکو پر داسې مسودې خبرې کړې دي چې له مخې یې د داعش له اقتصادي پلوه تر فشار لاندې راشي.

د دې مسودې خبر په داسې حال کې خپور شوی دی چې روانه اوونۍ په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کېمپبل په کابل کې اسوشیټېډ پرېس اژانس ته وویل چې د اسلامي دولت ډلې پلویان هڅه کوي چې د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار کې ځانته یو سیمه ییز مرکز جوړ کړي.

داعش په دې ولایت کې د ځینو راپورونو له مخې یوه راډیو هم فعاله کړې ده او له دې لارې تبلیغات کوي.

جنرال کېمپبل وایي چې په ننګرهار کې له داعش سره د عراق او سوریې بهرني وسله وال یوځای شوي دي او د افغانستان دننه داعش هڅې پیل کړې دي څو د سوریې او عراق د داعش له مشرانو سره اړیکې ټینګ کړي.

بل لورته د داعش پرضد د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د وړاندې کیدونکې مسودې په اړه د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د ترورېزم او اقتصادي استخباراتو د برخې سرپرست مرستیال ادم جي زوبین وایي، په دې مسوده کې به د ترورېستانو تمویلول بشپړ جرم شي او لکه څرنګه چې د دوه زره لومړي کال د سېپتمبر تر یوولسمې وروسته د القاعده مالي سرچینې هدف وګرځیدې، دا ځل به هم همهغه ګام تعقیب شي.

ادم زوبین زیاته کړه، داعش په سوریې او عراق کې پراخې سیمې لاندې کړې دي او هر کال د ګازو او تیلو د خرڅلاو له درکه شاوخوا څلورسوه میلیونه ډالر ترلاسه کوي.

په افغانستان کې د داعش د عوایدو په اړه تر اوسه داسې راپورونه نه دې خپاره شوي چې معلوم کړي چې دا ډله له کومو سرچینو څومره عواید لري، خو په عمومي ډول دا خبره کیږي چې ترورستي ډلې د مخدر موادو له لارې پیسې ترلاسه کوي.

د روسیې له مخدر موادو سره د مبارزې د ادارې مشر ویکتور ایوانوف تیره ورځ په ماسکو کې خبریالانو ته وویل چې داعش له افغانستانه اروپا ته د هیروین په قاچاق کې لاس لري.


د مطلب کود: 120371

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/120371/امنیت-شورا-د-داعش-پرضد-پر-یوې-مسودې-خبرې-کوي

آوا
  https://www.avapress.com