کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسیا زړه کنفرانس دوهمه ورځ د ولسمشرغني او نواز شریف په خبرو پیل شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 قوس 1394 ساعت 14:45


د استانبول بهیر یا د اسیا زړه په پنځمه غونډه کې د اسیایې هېوادونو او هم د نورو سازمانونو او هېوادونو استازي د سیمي د امنیتي ګواښونو په وړاندې پر ګډې مبارزې او د سیمي هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کوي چې افغانستان د اجنډا له مهمو موضوع ګانو څخه ده.

د اسیا زړه کنفرانس د لوړ پوړو چارواکو مقدماتي غونډه پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات د سیاسي مرستیال حکمت کرزي او د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز له خوا پرانېستل شوه.

په نننۍ غونډه کې د ګډون لپاره د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سوارج هم اسلام اباد ته رسیدلې ده.

په دغه دوه ورځني کنفرانس کې د پاکستان او افغانستان په ګډون د سیمې او نړۍ ۱۴ هېوادونه غړیتوب لري.

د دې غونډې د اجنډا شپږ مهمې موضوع ګانې، له ترورېزم سره مبارزه، د نشه یې توکو په وړاندې مبارزه، سوداګري، پانګونه، سیمه ییز بنسټونه او زده کړه ده.

دغه پروسه په ۲۰۱۱ کال د لومړي ځل لپاره د ترکیې له اسټانبول ښاره پیل شوه چې ورته د اسټانبول پروسه هم وایي.


د مطلب کود: 120072

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/120072/د-اسیا-زړه-کنفرانس-دوهمه-ورځ-ولسمشرغني-او-نواز-شریف-په-خبرو-پیل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com