دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۱۹
د مطلب کود : 119990
د پاکستان او هندوستان د امنيتي چارو سلاکارانو په بينکاک کې خبرې کړي
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د يکشنبې په ورځ په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د دې هېواد د امنيتي چارو سلاکار متقاعد جنرال ناصر جنجوعه له خپل هندي سيال اجيت ډوال سره په بنکاک کې ليدلي او د سيمې د امنيت، ترهګرۍاو کشمير په ګډون يې په يو شمېر موضوعاتو ورسره خبرې کړي دي.

د پاکستان او هندوستان د امنيتي چارو سلاکارنو ترمنځ دا مذکرات تر هغې وروسته وشول چې تېره اوونۍ د پاکستان صدراعظم نواز شريف له خپل هندي سيال نريندرا مودي سره په پاريس کې د اقليم د بدلون په اړه د جوړ شوي کنفرانس په څنډه کې وکتل.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت خبرپاڼه کاږي چې د دواړو غاړو ترمنځ دا ليدنه په ښه ماحول کې ترسره شوې چې د دواړو هېوادونو استازي په کې د دې لړۍ پر جاري ساتلو سلا شوي دي.

د پاکستان تو هندوستان د امنيتي چارو سلاکارانو په داسې وخت کې سره ليدلي چې په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو خپلمنځي اړيکي يو څه ترينګلي شوي چې په نتيجه کې د روان کال په اګسټ کې د پاکستان او هند د امنيتي چارو د سلاکارانو مذاکرات چې له مخکې ټاکل شوي وو، ناڅاپه وځنډېدل.

همداراز د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونو په ګډه پوله او د کشمير په لانجمنې سيمې کې پر يو بل ډزې هم وکړې چې په نتيجه کې ددواړو غاړو ته مرګ ژوبله هم واوښته.

تر دې مخکې د دواړو هېوادونو صدراعظمانو د روس په اوفا ښار د شانګهايي سازمان د کنفرانس په څنډه کې سره ليدلي وو او د امنيتي سلاکارانو په سطح د مذکراتو په بېرته پيلولو سلا شوي ول چې بيا وروسته دا مذاکرات په دهلي کې د پاکستاني ډيپلوماتانو له خوا له هندي بېلتونپالو سره تر ليدنې وروسته ونه شول.

د پاکستان او هند امنيتي سلاکارانو په داسې وخت کې په بېنکاک کې سره ليدلي چې ټاکل شوې ده د روانې مياشت په ٨مه او ٩مه نېټه په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د اسيا زړه کنفرانس جوړ شي.

پاکستان د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج ته هم په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې ده. ويل کېږي، که مېرمن سوارج د اسلام اباد بلنه ومنله نو ممکن هند او پاکستان پر خپلو دوه اړخیزو اړیکيو هم خبرې وکړي.

د يادونې وړ ده چې که څه هم پاکستاني رسنۍ وايي، د هندي رسنيو د راپورونو پر بنسټ وايي چې ښايي ددې هېواد د بهرنيو چارو وزيره به په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته راشي، خو تر دې دمه لا د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceoo8z7jh8zoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته