دا هليکوپټر به ډېر ژر په افغانستان کې د سخت دريځو پر وړاندې په جګړه کې وکارول شي.
د هندوستان د "اېن. ډي. ټي وي" د راپور له مخې؛ روانه اوونۍ په هندوستان کې له هندي چارواکو سره تر لیدو وروسته د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير ويلي چې ۲۰۱۵م کال د هېواد لپاره تر ټولو زيات له تشدده ډک کال و.
ښاغلي حکمت خليل کرزي ويلي:
"موږ تر ټولو زيات تلفات ليدلي. موږ هره ورځ په تر شلو زياتو ولايتونو کې د تشدد پېښې وينو. نو دا مهمه ده چې باید په اړه يې خبره وشي."
ښاغلي حکمت خليل کرزي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشاره سره ويلي چې د سخت دريځو پر وړاندې په مبارزه کې بايد تشه رامنځته نه شي او له همدې کبله توپ لرونکو هليکوپېرو ته اړتيا شته:
"دوه نيم کاله مخکې، موږ شا او خوا يولک او پنځوس زره ايتلافي ځواکونه درلودل. د دوی د ملاتړ لپاره موږ تر دوه لکه زيات نظامي قرارداديان درلودل."
خو د ۲۰۱۵م کال له پيل راهيسې د ټروريزم پر وړاندې د مبارزې مسوولیت اوس د افغان ځواکونو پر اوږو دی چې د نړۍ د لويو نظامي ځواکونو ملاتړ لري.
د ښاغلي حکمت خليل کرزي په وينا؛ افغانان اوس د خپل نظامي ظرفيت لوړولو ته اړتيا لري او له همدې کبله افغانستان خپلو ملګرو هېوادونو ته د مرستې لپاره مراجعه کوي.
تر دې مخکې په اپرېل مياشت کې نوې ډلي افغانستان ته د نظامي ټرانسپورټ موټرونه او درې کوچني بې وسلې "چيتل" هليکوپټرې ورکړل.