کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روحاني: په ایران کې نوي اقتصادي شرايط ايجاد شوي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 میزان 1394 ساعت 12:10


د ده په خبره دغه بنديزونه به په راتلونکو څو مياشتو کې ليرې شي.

روحاني په دې اړه څو ساعته وروسته له دې خبرې وکړې، چې د ايران پارلمان پر اټومي موضوع د جولاى مياشتې موافقه چې د تهران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ لاسليک شوې وه، تصويب کړه.

د دې موافقې له مخې به د ايران اټومي پروګرام زيات محدود شي او په بدل کې به له ايرانه لګېدلي نړيوال بنديزونه ليرې کړاى شي.

د ايران ولسمشر روحاني په خپله ټلويزيوني وينا کې وويل:

”د ايران ملت ته مې پيغام دا دى، چې ټول بايد د توليد يوې پرمختيا ته ځانونه تيار کړي، د راروانو غوره شرايطو له کبله د اقتصادي ودې او پرمختيا غورځنګ ته“

د نړۍ له لويو قدرتونو سره د ايران وروستۍ موافقه بايد د ايران د نګهبان شورا له خوا هم تصويب شي، چې وروسته د قانون حيثيت خپل کړي.


د مطلب کود: 117621

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/117621/روحاني-په-ایران-کې-نوي-اقتصادي-شرايط-ايجاد-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com