کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جمهور رئیس غني د حکم له مخې محمد معصوم ستانکزی د ملي دفاع وزارت د نوماند وزیر په توګه معرفي شو

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 3 جوزا 1394 ساعت 10:46


د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د حکم له مخې محمد معصوم ستانکزي د ملي دفاع وزارت د نوماند وزیر په توګه د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره د ملي شورا ولسي جرګې ته معرفي شو.
همدا راز د جمهور رئیس محمد اشرف غني د جلا جلا حکمونو له مخې د ستر درستیز درستیزوال ډګرجنرال عبدالخالق د محمد سرور زوی د ملي د فاع وزارت د لومړي مرستیال او د ۱۱۱ فرقې قوماندان ډګرجنرال قدم شاه د عبدالروف زوی د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز په توګه ټاکل شوي دي.


د مطلب کود: 111994

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/111994/د-جمهور-رئیس-غني-حکم-له-مخې-محمد-معصوم-ستانکزی-ملي-دفاع-وزارت-نوماند-وزیر-په-توګه-معرفي-شو

آوا
  https://www.avapress.net