د پاکستان د سنا جرګی؛ پرون د یو پریکړه لیک په تصویبولو سره، د اسلام د ګران پیغمبر ص په نسبت سپکاوئ،د اسلام په ضد د لویدیځ؛ په تیره بیا د امریکا له خوا، یوه توطئه وبلله .
پدی پریکړه لیک راغلی دی : چی یوځلی بیا د مشرکانو، او د اسلام قسم خوړلو دښمنانو، د صهیونیسټی غاصب رژیم د واکمنانو په ملاتړ سره، د حضرت پیغبر ص په نسبت، په سپکاوی کولو لاس پوری کړ؛ ترڅو یوځلی بیا، له خپلی شیطانی څیری څخه پرده ایسته کړی، او د اسلام سره د خپلی کینی او کرکې لوړ حد، ننداری کښیږدی .
پدی بیانیه کی ټینګار شوئ، چی لویدیځ پدی پلمه چی؛ د بیان آزادې وجودلری، په آسانۍ سره د څه دپاسه یو میلیارډ او ۵۰۰ میلیون مسلمانانو د عقایدو په نسبت سپکاوئ کوی .