کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

يو شمیر خصوصی روغتونونو په وړیا توګه د کورنۍ د سمبالتیا پر تطبیق ژمنه وکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 حمل 1394 ساعت 17:47


روي ۲۴مه: په کابل کې یو شمیر خصوصی روغتونونو دعامې روغتیا وزارت سره ژمنه وکړه چې د کورنی د سمبالتیا پروګرام په وړیا توګه تطبیقوي. ددغو روغتونونو چارواکو پدې برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره یو لړ ټلونونه هم لاسلیک کړل.

دغه ټلونونه د کورنۍ د سمبالتیا خدمتونو ته د خلکو د ښه لاسرسي، د کورنی سمبالتیا په پروګرام کې خصوصی سکتور ته د ونډې ورکونې او پدې برخه کې د خصوصی او عامه سکتور دګډو هڅو په موخه لاسلیک کړل شوي دي.

د کورنی سمبالتیا د عامې روغتیا وزارت یوه مهمه او استراتیژیکه پروګرام دی چې د میندو او نوې زیږیدلې ماشومانو د مړینې د کچې په راکمولو کې خورا حیاتی رول لوبوي. دغه پروګرام په نیغه توګه د زریزې پراختیایی موخې یا MDG په ځانګړي توګه د هغې د پنځم او څلورم موخې چې د میندو او د ماشومانو د روغتیا د ښوالې څخه عبارت دی، تعقیبوي.

ددغو هوکړه لیکونو پر بڼسټ، عامې روغتیا وزارت د کورنی سمبالتیا یو لړ لازم مواد لکه ټابلیټونه، زرقی مواد او لوپ د خصوصی روغتونونو په واک کې ورکوي او خصوصی روغتونونه، دا مواد په وړیا توګه د عامې روغتیا وزارت د لاښودونو له مخې تطبیقوي، خو صرف د لوپ له تطبیق څخه لږ شانتې پيسې د خپلو اضافی مصارف په خاطر اخلی.


د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیالې ډاکټرې ناجیه طارق وویل: عامې روغتیا وزارت د خصوصی روغتیايي سکتور د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې له هغوی ملاتړ کوي او په ورته وخت کې د خصوصی روغتیایی سکتور څخه غواړې چې په معیاري توګه خپل روغتیايی خدمتونه خلکو ته وړاندې کړي. هغه شمیر روغتونونه چې په غیر معیاري توګه فعالت کوی، له هغوی سره قانونی چلند کیږي.

دغه هوکړه لیکونه د شینوزاده، نارده صدیقی، کیشا، هیلت کییر، بلاسم، وهاج، ګلوبل، افغان شفا، مهدی او سما خصوصی روغتونونو سره لاسلیک شول.


د مطلب کود: 109822

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/109822/يو-شمیر-خصوصی-روغتونونو-په-وړیا-توګه-د-کورنۍ-سمبالتیا-پر-تطبیق-ژمنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com