کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دایران خارجه وزیر په یمن کښې سمدستي داووربند غوښتنه وکړه

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 20 حمل 1394 ساعت 11:08


دایران خارجه وزیر دیمن دکړکیچ حل لاره دوه طرفه خبرې و بللې او په دغه هیواد کښې يې دسمدستي اووربند غوښتنه وکړه .
ایسنا خبري اژانس وايي دایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون په اسلام اباد کښې دپاکستان دلومړي وزیر نوازشریف دخارجي چارو او ملي امنیت له سلاکار سرتاج عزیز سره په ګډ خبري کانفرنس کښې وویل مونږ په یمن کښې په روغتونونو ، دانرژۍ دتامین په مرکزونو اوپه بیخ بنایانو د سعودي عربستان دبمباریو د بندیدا غوښتونکي یوو او ټینګار کوو چې دخبرو له لارې دیمن دکړکیچ حل کیدا امکان لري .
دایران خارجه وزیر وویل دیمن پرضد اوسنې حملې په انساني او اسلامي تاریخي هیڅ ساری نلري .
دایران خارجه وزیر په پاکستان او ایران کښې دترهګرو اقداماتو په ارتباط د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وکړ .
دپاکستان دلومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز هم وویل ایران او پاکستان له سرزورۍ سره ښکیل دي او دهغې دحل لپاره بایدله یوبل سره ملګرتیا وکړي .
سرتاج عزیز وویل دایران او پاکستان داړیکو تاریخ ډیر ښه دی او دپاکستان په نظر دیمن دکړکیچ حل لاره داخلي خبرې دي .


د مطلب کود: 109611

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/109611/دایران-خارجه-وزیر-په-یمن-کښې-سمدستي-داووربند-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com