کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس غني د عمرې مراسم پرځای کړل

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 24 حوت 1393 ساعت 12:59


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او ملګري پلاوي یې سعودي عربستان ته د خپل سفر په لړکې نن شپه په بیت الله شریف کې د عمرې حج مراسم پرځای کړل.
جمهور رئیس محمد اشرف غني او ملګري پلاوي یې د کعبې شریفې له طواف او په مسجدالحرام کې د دوه رکعتو لمونځ له اداکولو وروسته په افغانستان کې د سراسري او تل پاتې سولې د ټینګښت، د افغانانو ترمنځ د اتحاد او اتفاق د لا پیاوړتیا، د ټول مسلمه امت او په ځانګړي ډول د افغان ځوریدلي ملت د سوکالۍ او نیکمرغۍ لپاره د لوی خدای په دربارکې دعا وکړه.
جمهور رئیس غني او ملګری پلاوی یې نن مازیګر جدي ته و رسېد چې د ملک بن عبدالعزیز په نړیوال هوایي ډګرکې د مکې مکرمې د سیمې د امیر خالد الفیصل لخوا ورته تود هرکلی وویل شو.
په پام کې ده چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني سبا د اسلامي همکاریو د سازمان له سرمنشي ایاد مدني سره د مکې مکرمې په ښار کې وګوري او بیا به د الحرمین الشریفین له خادم او د سعودي عربستان له پادشاه والا حضرت سلمان بن عبدالعزیز سره د خبرو اترو په موخه د دغه هېواد پلازمېنې ریاض ته روان شي.#


د مطلب کود: 108548

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/108548/جمهور-رئیس-غني-د-عمرې-مراسم-پرځای-کړل

آوا
  https://www.avapress.com