کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټروریزم سره د ګډی مبارزی لپاره، د پاکستان او افغانستان هڅه

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 29 دلو 1393 ساعت 15:53


د اسلام آباد چاپ د اکسپرس ټریبیون د ورځپاڼی د نننی رپوټ له مخی، د پاکستان پوځ د یوی بیانیی په خپرولو سره، هیله وکړه چی، د افغانستان د ؤلس مشر ، اشرف غنی سره، د پاکستان د پوځ د مشر ، راحیل شریف په کتنه کی، مطرح شوی موضوعګانی، منجمله د پیښور په ښوونځی باندی د حملی د شکمنو او تورنو کسانو دمنتقلیدا مسئله، د یوی اونۍ په ترځ کی څرګنده شی .
دافغانستان د ؤلس مشر سره د پاکستان د پوځ د مشر په پرونۍ کتنه کی، پاکستانی لوری؛ یوځلی بیا د افغانستان په خاوره کی د طالبانو د پټن ځایونو په نابودلو، او د پاکستان د طالبانو د ډلی د رئیس، ملا فضل الله د نیونی لپاره، د پریکنده اقدام د کولو په ضرورت باندی ټینګار وکړ . کابل ته د پاکستان د پوځ د مشر سفر، دافغانستان د ؤلس مشر په توګه د محمد اشرف غنی د فعالیت د پیلیدو راهیسی، دریم سفر ګنل کیږی .


د مطلب کود: 107124

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/107124/د-ټروریزم-سره-ګډی-مبارزی-لپاره-پاکستان-او-افغانستان-هڅه

آوا
  https://www.avapress.net