کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد امنیتي ځواکونو د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې له وسله والو څخه د سیمو د پاکولو په موخه شدید چاڼیز عملیات لاهم دوام لرِي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 29 دلو 1393 ساعت 12:41


په سنګین کې روان عملیات د امنیت د ټینګښت لپاره مهم ګام دی او دا د امنیتي ځواکونو د پياوړتیاوو ښکارندویي کوي.
دا عملیات په وروستیو کې پیل شوي دي او سلګونه تنه امنیتي سرتیرو پکې ګډون کړی دي او لاهم دوام لري .
د سنګین ډیري کلي له وسله والو څخه پاک شوي دي او وسله والو ته پکې درانه تلفات هم اوښتي دي.
د سنګین په بوستان زوی او شکر شیله کلي کې ۲۴ تنه وسله وال وژل شوي او ۶ نور یې ټپیان شوي دي.
په دغو عملیاتو کې یو شمیر مهمات او ۱۶ کړې ماینونه هم د امنیتي ځواکونو له لوري کشف شوي دي.
همدا شان د ملی پولیسو د یو بل چاڼېزعملیات په لړ کی چی د یاد ولایت د موسی قلعه او بغران ولسوالیو کی چی تېره ورځ ترسره کړل، ۵ تنه ترهګر طالبان وژل شوي او ۶ نوریې ټپيان شوي دي .به دغه عملیات کې ۶ کړي ماینونه هم د ملی پولیسو له لوري کشف شوي دي.
د هېواد امنیتي ځواکونه د امنیت د ټینګښت وړتیا لري او کولای شي چې د ترهګریزو ډلې پر وړاندې مبارزه وکړي.


د مطلب کود: 107096

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/107096/د-هېواد-امنیتي-ځواکونو-هلمند-په-سنګین-ولسوالۍ-کې-له-وسله-والو-څخه-سیمو-پاکولو-موخه-شدید-چاڼیز-عملیات-لاهم-دوام-لر-ي

آوا
  https://www.avapress.com