پوسټ کوډ 185022
نیټه خپرول: يکشنبه 19 سلواغه 139312:46

محور ورځپاڼه: د میدان وردګو د پوليسو د اعاشې په قرارداد كې ستره درغلي

د افغانستان ?ارنوال? د ميدان ورد?و ولايت امنيه قوماندان ته د اداري فساد په يوه غ?ه دوسيه ک? د ?ک?لتيا له کبله استعلامونه استولي او وروستي راپورونه وايي، چ? ددغه ولايت در? غ? امنيتي مقامات ممنوع الخروج اعلان شوي دي

د افغانستان څارنوالۍ د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندان ته د اداري فساد په یوه غټه دوسیه کې د ښکېلتیا له کبله استعلامونه استولي او وروستي راپورونه وايي، چې ددغه ولایت درې غټ امنیتي مقامات ممنوع الخروج اعلان شوي دي.
معلومات په ډاګه کوي چې دغه درغلي د پولیسو د اعاشې اباطې په اکمالاتو کې شوې. امنیې قوماندان له نوي قرار داد پرته زاړه قراردادیان رخصت کړي او خپل یو نږدې جمعیتي حاجي رسا پنجشيري ته یې پولیسو ته د خوراکي موادو د انتقال لپاره واک ورکړی دی.
د یوه قرارداد شاهدان وايي، چې د شپې مهال امنیه قوماندانۍ کې قرارداد وشو او د لوژستیک مدير ټوپک وال په دروازه کې درولي وو، چې نور قراردادیان د ننه پرېنږدي. دوی د حاجي‌جانان د شرکت کسانو ته اشاره کوي، چې وسله والو له داوطلبۍ وشړل.
په امنیه قوماندان او امنیت امر نور تورونه هم دي، ‌چې د پولیسو په تشکیلاتو کې یې خپل خپلوان ځای پر ځای کړي او د پولیسو امکانات د ځان په ګټه کاروي. امنیه قوماندان تر دوه سوه زیات کسان له ځان سره له اندرابه راوستي، امنیت امر څلویښت کسان له ځان سره ساتلي، چې زیاتره یې خپلوان، زامن او کلیوال دي.
دوی د ولسوالیو د پولیسو تشکیلات راکم کړي او سلګونه پولیس له ځان سره ګرځوي. د ولسوالیو پولیس د تشکیلاتو د کمي له وجې رخصتي نشي کولای، نو ځکه چې سخته راشي، له دندو وتښتي.
یوه سرچينه وايي، چې د اعاشې په یو قرارداد کې تر یونیم لک ډالرو رشوت اخستل شوی، چې زور یې د سربازانو تر ډوډۍ خېژي. دغه راز سرچينه ادعا کوي، چې په قوماندانۍ کې د زړو او سوځېدلو موټرو کباړ او د وسپنو خرڅلاو روان دی.
دا تورورنه یوازې په امنیه قوماندان محمد خلیل ا

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement