کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کلتوري شخصیتونه دایران او افغانستان داړیکو پراختیا ځان پسې لري .

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 19 دلو 1393 ساعت 13:25


دایران په مشهد کښې دافغانستان سرکنسول وویل ګډې کلتوري څیرې او شخصیتونه دایران او افغانستان داړیکو د پراختیا زمینه جوړونکي دي .
زمونږ خبریال وايي دایران په مشهد کښې د افغانستان سرکنسول محمد امین صدیقي پرون مازیګر دمشهد د فردوسي پوهنتون دادبیاتو به پوهنځي کښې د امیر علیشیر نواي دخدمتونو، اثارو او تفکرونو په نړیوالې غونډې کښې وویل دیوه سیمه ایز شخصیت د درنښت کولو لپاره دداډول غونډې ترسره کیدل ډير اغیزشیندونکي دي او داډول غونډې کولای شي داړیکو له ژوندي کولو سره مرسته وکړي .
په مشهد کښې دافغانستان سرکنسول په دې خبرې سره چې امیر علیشیر نوايي له ټولې سیمې سره اړه لري وویل دغه ستر استاد د تیموریانو په وخت کښې ددغه سیمې کلتور ته ډیر خدمتونه وکړل پر دې اساس د تیموریانو وخت ددغه سیمې لپاره ډیر زیات اهمیت لري .


د مطلب کود: 106570

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/106570/کلتوري-شخصیتونه-دایران-او-افغانستان-داړیکو-پراختیا-ځان-پسې-لري

آوا
  https://www.avapress.com