د فرانسې شارلي ابډو مجلې وکیل، ریشا مالکا پرون اعلان کړی چې دغه خپرونه به خپلو پخوانیو سیاستونو ته هماغه راز دوام ورکړي او په خپله راتلونکې ګڼه کې به د اسلام قدرمن پيغمبر (ص) ته منسوب، سپکوونکي کاریکاتورونه خپاره کړي.
ریشا مالکا د فرانس انفو راډیو سره په مرکه کې د شارلي ابډو خپرونې په راتلونکې ګڼه کې د سپکوونکو کاریکاتورونو د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې دغه خپرونه به په هیڅ وجه خپل سیاستونه بدل نکړي.
یوه فرانسوي ډاکټر، پاټریک پلو هم فرانس انفو راډیو ته ویلي چې د شارلي ابډو راتلونکې خپرونه د چهارشنبې په ورځ په ۱۶ ژبو یو ملیون ګڼې چاپېږي.
شارلي ابډو خپرونې په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د اسلام قدرمن پیغبر (ص) ته منسوب کړای شوي سپکوونکي کاریکاتورونه چې پخوا د ډنمار ییلاندز پوسټن په خپرونه کې چاپ شوي وو، او په اسلامي نړۍ کې یې د اعتراضونوڅپه راپورته کړې وه، بیا ځلي خپاره کړل.