دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 104862
افغان کرکټ ټیم په عربي اماراتو کې له ایرلنډ او سکاټلنډ سره سیالۍ کوي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم روانه اونۍ په متحده عربي اماراتو کې له ایرلنډ او سکاټلنډ لوبډلو سره یو لړ لوبې وکړي.
دغه لوبې د پنځوس اورونو نړیوال جام لوبو ته د تیاریو لپاره ترسره کیږي.
نړیوال جام لوبې د فبروري او مارچ په میاشتو کې په اسټرالیا او نیوزیلنډ کې ترسره کیدونکي دي.
افغان ټیم د نړیوال جام لپاره لوبغاړي غوره کړې دي. د دغه جام تر پیلیدو مخکې به هم افغان ټیم په اسټرالیا کې یو لړ دوستانه لوبې وکړي.
د پنځوس اورونو په نړیوال جام لوبو کې د افغانستان لومړۍ لوبه د فبروري په اتلسمه له بنګله دیش سره ده.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcg3t9qxak9z74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته