د ایران په قم ښار کې یو لوی مرجع او مجتهد تکفیریان د وهابیت د فرقې سپیره پایله وګڼله .
زمونږ دخبریال د راپور له مخې ایت الله ناصر مکارم شیرازی پرون په قم ښار کې وویل له وهابیت سره د مقابلې یوه ډیره ښه لاره د نړۍ د خلکو لپاره د وهایت او تکفیریانو د رابطې بیانول دي.
دغه لوی مرجعه زیاته کړه : دې ته په پام سره چې وهابیت کمزوری او غیر انساني منطق لري د نړۍ د عمومي افکارو په نزد ځای نه لري.
د ایت الله مکارم شیرازي په وینا وهابیت د عربستان په شتمنیو سره غواړي ځان په نړۍ وتپي خو هیڅکله به په دې کار کې کامیاب نه.