دافغان رسنیو د رپوټ له مخی، ؤلس مشر، اشرف غني، د يوه ۵۰ کسيز پلاوي په مشرۍ هرات ولايت ته ورسيد. په دغه پلاوي کې له نوموړي سره، د امنیتي وزراتونو، پوهنې، عامې روغتيا، اوبو او برېښنا وزراتونو سرپرستانو تر څنګ، يو شمېر د هرات وکيلان هم شامل دي.
اشرف غني هرات ته په داسې مهال سفر کوي، چې دوه ورځې وړاندې سيد فضل الله وحيدي د جمهور رييس په حکم سره د ولايت له مقام نه ګوښه شوی دئ .
ټاکل شوې، چې جمهور رييس به د هرات خلکو سره ليدنه ولري، او د شينډنډ ولسوالۍ يو شمېر استازي غواړي، چې دغه ولسوالۍ ته د ولايت تر کچې ارتقا ورکړي او په دې هکله، جمهور رييس ته پیشنهاد وړاندې کړي.
د ؤلس مشر په توګه دا لومړنی سفر دئ، چې اشرف غني يې هرات ولايت ته تر سره کوي.