کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سنګین ولسوالۍ کې د ملي پوځ ۱۲ کسان وژل شوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 9 قوس 1393 ساعت 14:55


د هلمند والي ویاند عمر ځواک په وینا، په سنګین ولسوالۍ کې د افغان ملي پوځ پر یوه کوچني مرکز وسله والو طالبانو برید کړی.
د نوموړي په وینا د وسله والو طالبانو په دغه برید کې ۱۲ افغان پوځیان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
برید تېره ورځ شوی او له دې مخکې ښاغلي عمر ځواک د پنځو سرتېرو وژل کېدل او د لسو نورو ټپي کېدل تایید کړې وو.
د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر ظاهر پر خپله فېسبوک پاڼه په دغه برید کې د لسو پوځیانو وژل کېدل او د یوه بې درکه کېدل تایید کړي دي. بل لور ته په همدې ولایت کې پر کمپ باسټین پوځي اډې د وسله والو طالبانو برید له دوو ورځو وروسته پای ته رسېدلی.
د ۲۱۵ میوند قول اردو مرستیال غلام فاروق پرواني په خبره لومړی یوه ځانمرګي د اډې دروازې کې په ځان پورې تړلي بارووت وچوول او پاتې نورو یې برید وکړ، چې غوښتل یې اډه کې موجود هوايي ډګر ته ځان وروسوي.
کمپ باسټین تېرو ۱۳ کلونو کې افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو تر ټولو مهم مرکز و، چې تېره میاشت یې افغانانو ته وسپاره.
چارواکي وايي، دغه برید کې د افغان امنیتي ځواکونو ۵ کسان وژل شوي دي.
د بي بي سي خبریال وايي، برید ګر د دغې پوځې اډې خونو ته رسېدلي وو او له افغان ځواکونو سره یې نښته کړې، د میوند قول اردو مرستیال د طالبانو هغه ادعا رد کړې، چې وايي، برید کې یې له درې سووه ډېر افغان پوځیان وژلي دي.


د مطلب کود: 103120

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/103120/سنګین-ولسوالۍ-کې-د-ملي-پوځ-۱۲-کسان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com