دعراق امنیتی سرچینو، په قرآنونوکی د بم په ایښودلوکی، د داعش د تکفیری او ترهه ګری ډلی د عناصرو له اقدام څخه خبر ورکړ .
د مصر چاپ د الیوم السابع ورځپاڼی د ویب سایټ د رپوټ له مخی، د عراق د دیاله د ولایتی شورا د امنیتی کمیسیون رئیس، صادق الحسینی، پرون وویل : د چاودنو د څیړنی ځانګړو امنیتی ډلو، د سعدیه او جلولا په دؤو سیموکی، د کورونو او عبادت ځایونو د پاکسازۍ په عملیاتوکی، یو شمیر قرآنونه وموندل چی، په پیچلی توګه، د داعش ترهه ګری ډلی د عناصرو په وسیله، د هغو په منځ کی بمونه ایښودل شوی ؤو.
الحسینی د ترهه ګرو د دغه اقدام په غندلو سره، هغه د مقدساتو په ضد یو جنایت وباله، او زیاته یی کړه : له دغه کار څخه د داعش د عناصرو هدف؛ د عراق د ؤلسی او امنیتی قواؤو وژل دی .
د ده له قوله، په قرآنونوکی بم ایښودل؛ د داعش د ترهه ګری ډلی رښتنې څیره ښیی .