کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عربستان کابل کې د اسلامي زده کړو ستر مرکز جوړوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 1 قوس 1393 ساعت 15:33


په کابل کې د اسلامي زده کړو د یوه ستر مرکز د جوړولو تړون د سعودي عربستان د مالیې وزارت او یوه ساختماني شرکت تر منځ  پرون په کابل کې لاسلیک شو.
د ملک عبدالله اسلامي مرکز د جوړولو لګښت لسګونه میلیونه ډالره اټکل شوی، چې د سعودي عربستان حکومت له خوا ورکول کېږي.
افغان چارواکي وايي، د دغه مرکز د جوړولو موخه نورو هېوادونو ته د اسلامي زده کړو لپاره د افغانانو د تګ مخنیوی او له ريښتوني اسلام نه خبرېدل دي.
خوشحال تایب رپوټ کې کاږي: ټاکل شوې چې دغه اسلامي مرکز په ۱۹۹ زره متر مربع ځمکې کې د کابل ښار د مرنجان غونډۍ پر سر جوړ شي.
دغه مرکز به د اسلامي علومو یو ستر پوهنتون، لیلیه چې د پنځو زرو کسانو د اوسېدو وړتیا به لري، یو روغتون، یو سپورتي مرکز، د کنفرانسونو یو لوی سالون او پراخه شنه ساحه ولري.
د دغه مرکز د جوړولو تړون په کابل کې د سعودي عربستان او یوه عربي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
تمه ده چې د دغه مرکز د جوړولو کار تر راتلونکو دوه نیمو کلونو بشپړ او په فعالیت پیل وکړي.
په دغه مرکز کې به د قرآني علومو زده کړې په عربي ژبه کېږي.
افغان او سعودي چارواکي ټینګار کوي چې په دغه مرکز کې به معتدلې اسلامي زده کړې ورکول کېږي او هڅې کوي چې خلک د اسلام له اعتداله خبر کړي.
په کابل کې د سعودي عربستان سفیر عبدالرحمن الغاصب په دې اړه وايي: "غواړم په څرګنده توګه ووایم، د سعودي عربستان حکومت ټینګار کوي چې دغه مرکز په سیمه کې یو اسلامي تاریخي اثر وي.
موږ هڅه کوو چې په دغه مرکز کې ښوونیز پروګرامونه ولرو، او هغه کسان چې اسلامي زده کړې کوي له معتدل اسلامه خبر شي.
سعودي عربستان له ترهګرۍ او سخت دریځۍ سره په مبارزه کې دی.
په دغه مرکز کې به داسې کسان روزل کېږي چې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ مخالف او د اسلام دین له اعتداله خبر وي".
دا مهال په افغانستان کې تر زرو ډېرې دیني مدرسې فعالې دي، خو له دې سره سره زرګونه افغان ځوانان د اسلامي زده کړو لپاره پاکستان ته ځي.
دغه اسلامي مرکز به د کابل په ښار کې د مرنجان غونډۍ سره جوړیږي
د افغانستان د حج او اوقافو سرپرست وزیر په دې باور دی، چې د دغه مرکز په جوړېدو سره به پاکستاني مدرسو ته د سلګونو افغان ځوانانو د تګ مخه ونیول شي. هغه مدرسې چې د دوی په آند سخت دریځي او افراطیت خپروي:"په دې کې شک نشته د دې مرکز د جوړولو یوه اصلي موخه دا ده چې خلک په داسې یو ځای کې زده کړې وکړي چې له ریښتیني اسلامه خبر شي.
هغه ښوونیز نصاب چې دلته عملي کېږي د افغانستان د حج او اوقافو وزارت په مشورې او تر نظر لاندې به وي او له خدایه غواړو په دې برخه کې نور ګامونه هم اوچت شي، هغه کسان چې غواړي اسلامي زده کړې وکړي په هېواد کې دننه یې وکړي او یو له هغو مرکزونو همدا وي".
د افغانستان او سعودي عربستان حکومتونو موافقه کړې چې د دغه مرکز چارې به په ګډه څاري چې مشري به یې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت کوي.
ټاکل شوې د دې مرکز د کار له پیل سره د جوماتونو امامانو ته ښوونیز پروګرامونه هم جوړ شي.


د مطلب کود: 102602

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/102602/عربستان-کابل-کې-د-اسلامي-زده-کړو-ستر-مرکز-جوړوي

آوا
  https://www.avapress.com