کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئيس غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي سره وکتل

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 22 عقرب 1393 ساعت 11:58


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماښام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي نيکولاس هېسم سره په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې چې د افغانستان اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حاضر و، د ملګرو ملتونو د فعالیتونو او له افغانستان سره د هغوی د مرستو په اړه بحث وشو.
غونډه په دې پایته ورسېده چې ملګري ملتونه دې د افغانستان د وروستيو انتخاباتو په ګډون د خپلو ټولو فعالیتونو په اړه تفصيلي رپوټ وړاندې کړي، ترڅو د افغانستان حکومت د همدغه رپوټ په رڼا کې خپل هر اړخیز تحلیل ترسره کړي.


د مطلب کود: 102075

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/102075/جمهور-رئيس-غني-د-افغانستان-لپاره-ملګرو-ملتونو-عمومي-منشي-له-ځانګړي-استازي-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com