کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار: بې پیلوټه الوتکې شپږتنه وسله وال طالبان وژلي دي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 21 عقرب 1393 ساعت 15:39


په ننګرهارکې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې شپږتنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د افغانستان د سرحدي ځواکونو مطبوعاتي مسول ادریس مومند ازادۍ راډيو ته ويلي، چې تېرماښام ناوخته شاوخوا شپږبجې د ایساف ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د سپين غر ولسوالۍ د مکړنې په کلي کې پر وسله والو طالبانو هوايي برید ترسره کړی، چې په پایله کې د طالبانو د يوه سرګروپ رحمان الله په ګډون شپږتنه وسله وال طالبان وژل شوي.
مومند وايي، په وژل شويو کې یو تن پاکستانی هم شامل دی.
وسله الو طالبانو د یادې پيښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 102037

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/102037/ننګرهار-بې-پیلوټه-الوتکې-شپږتنه-وسله-وال-طالبان-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com