یوه اندازه چاودیدونکې توکې چې د افغانستان د خلکو د دښمنانو له لورې په یو زرنج ډوله موټر سایکل کې د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالې د ګمرک اړوند سیمه کې ځاي پر ځاي شوی وو نن سهار شاوخواه ۷ بجې کله چی دیاد ولایت دملی پولیس د اکادمی د استادانو موټر له سیمی څخه تریده و چاودید ، چې په ترڅ کې دی یادي اکاډمې ۳ تنه استادان شهیدان او یو تن ټپی شو.
همدا رنګه نن سهار شاه خواه ۱۰ بجی یو ځانمرګی برید ګر د نظامی یونیفورم نه په ګټې اخستینې سره ځانته د لوګر ولایت د سیمه ییز پولیس د قوماندانی په انګړ کې چاودنه ورکړه چې په یاده پیښه کې ۷ تنه سیمه ییز پولیس او یو تن ملکی و ګړې شهیدان او څلور تنه سیمه ییزپولیس ټپیان شول.
دا ترهګریزې حملې ددي ښکارندوی کوی چي د هيواد دښمنان (طالبان) د مخامخ جګړي توان نلري ځکه دوي تل زيار باسي چي د ماينونو او ځانمرګو بریدونو په وسیلې سره د ملی پوليسو کلک عزم مات کړي خودا ناشوني ده. د هيواد زړه ور ملي پوليس تل هڅه کوي چي د مخربينو او د پلورلشوو دښمنانو(طالبان) د دا ډول کړنو مخنيوي او دوي ته دا وخت ور نکړي چي خپلو غير اسلامي او غیر انساني موخو ته ادامه ورکړي.
د کورنیوچارو وزارت د هیواد د دښمنانو دا کړنه په کلکو ټکو غندي او باور لري چې دا ډول کړنې به د هیواد د رښتینو بچیانو ډبرین او کلک عزم ور مات نکړي او د هغوي کرکه او نفرت به د دي تباهکارانو په اړوند لاډیره کړی .
د کورنيو چارو وزارت د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د شهید شوو ملی پولیسو او ملکې وګړې کورنیو ته وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای (ج) له درباره د سملاسي روغتیا هیله کوي.