دافغانستان ولسمشر، محمد اشرف غنی، د دی هیواد په قضایی برخه کی، پر لازیاتی پاملرنی او پانګونی ټینګار وکړ او ویی ویل ؛ دولت په دی زمینه کی، یولړ پروګرامونه لری.
د خامه پرس د ویب سایټ د رپوټ په اساس، اشرف غنی پرون؛ دافغانستان د بشری حقوقو د خپلواک کمیسیون د غړیو سره په کتنه کی، د هیواد د قضایی برخی، په تیره بیا د ښځو د حقوقو د مسئلی د اصلاح کیدو په ضرورت، ټینګار وکړ .
دافغانستان د بشری حقوقو د خپلواک کمیسیون مقامونو هم، هیله وکړه چی، د قضایی اصلاحاتو په اجراکیدو سره، د افغان میرمنو وضعیت؛ ښه والئ ومومی .
له دی وړاندی هم، دافغانستان ؤلس مشر، دکابل محبس؛ بندیانو ته په خطاب کی وویل: که بی ګناه اوسئ، او محکمه کی ستاسو بی ګناهی ثابته شی؛ د حیثیت د اعاده کولو حق لرئ، او دولت باید له تاسو څخه معذرت و غواړی .
اشرف غنی زیاته کړه: دغه وضعیت د زغملو نه دئ چی، یو شمیر کسان؛ د پولیسو، څارنوالانو، او قاضیانو د اشتباهګانو له کبله، بیدیان شی .