د کابل امنیې قومندان د دغه ښار له ټولو اوسیدونکو وغوښتل چې د امنیت د ښه والي لپاره له پولیسو سره همکاري وکړي.
جنرال ظاهر نن له خلکو سره په مشورتي غونډه کې وویل؛ که چېرته خلک خپل مسوولیت ادا کړي؛ د کابل ښار امنیت به په بشپړه توګه ونیول شي.
د کابل امنیې قومندان وویل، په دې ناسته کې د شویو وړاندیزونو د څیړلو لپاره به یوه بله ورته غونډه هم نږدې راتلونکې ترسره شي.