کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بدخشان: د تصفیوي عملیاتو پر مهال پنځلس وسله وال مخالفین وژل شوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 6 عقرب 1393 ساعت 13:40


په بدخشان کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال پنځلس وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د دې ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند لعل محمد احمدزي ازادۍ راډیوته وویل، چې دا وسله وال د تیرو دوو ورځو راپدېخوا په وردوج ولسوالۍ کې د برمته شوو پولیسو د راخوشې کولوپه هدف د پيل شوو عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.
احمدزي زیاته کړه، چې په وژل شوو وسله والو کې چیچنیايي او د ازبکستان د جندالله ډلې وسله وال هم شامل دي.
هغه وویل، چې عملیات اوس هم دوام لري او هڅه کیږي چې د وسله والو مخالفانو له خوا برمته شوي پولیس وژغورل شي.


د مطلب کود: 101197

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/101197/بدخشان-د-تصفیوي-عملیاتو-پر-مهال-پنځلس-وسله-وال-مخالفین-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com