دافغانستان دفاع وزارت له خپله هیواده د امریکني او برتانوي ځواکونو د وتلو هرکلی وکړ.
د افغانستان ددفاع وزارت ویندویی ظاهر عظیمي پرون په دغه هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو د پای ته رسیدلو په هرکلي سره وویل افغان ځواکونو د هیوادد امنیت د ساتلو توان لري. دا په داسې حال کې دي چې پرون انګلیسي ځواکونو په هلمند خپله وروستۍ پوځي اډه هم خالي کړه .
د انګلستان لومړي وزیر ډیویډ کیمرون په داسې حال کې دغه اقدام ستایلی چې اوس هم په هلمند کې د طالبانو پراخې هلې ځلې کیږي او دغه ولایت د خشخاشو د کښت لویه سیمه ګڼل کیږي.
له دغه اډې چې بسشین نومیږي او د هلمند ولایت د واشیر ولسوالۍ په شوراب سیمه کې پرته ده د انګلیسي ځواکونو بیرغ کوز کړی شو او ورسره په یو وخت دې ته نزدې له لیدر نیک اډې هم دامریکا بیرغ کوز کړی شو . دغه اډه هم په افغانستان کې دامریکا د پلي سمندري ځواکونو وروستۍ اډه ګڼل کیږي.
ټاکل شوې د روان میلادي کال تر پایه پورې د ناټو اوامریکایی جنګي ځواکونو لویه برخه له افغانستانه ووځي . او له مخالفو وسلوالو سره د مبارزې دنده افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
دافغانستان خلک په خپل هیواد کې د بهرنیو ځواکونو له شتون سره مخالف دي.