کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې۴۴ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 عقرب 1393 ساعت 11:51


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې بدخشان، کندهار، زابل، ارزګان، هلمند، فراه او ننګرهار ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۴۴ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او ۷۳ تنه ټپیان شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې، مهمات، ۶۰۰ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي،۴۳۰ کیلوګرامه نشه یی توکي او ۴۳ کړۍ ماینونه هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۷ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د هرات ، ارزګان او پروان ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.


د مطلب کود: 101053

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/101053/د-امنیتی-ځواکونو-دبېلا-بېلوګډو-چاڼېزو-عملیاتو-په-لړکې۴۴-تنه-ترهګر-طالبان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com