دکابل دپوهنتون استاد پروفیسور محمد هاشم عصمت اللهی وایي چې دناپییلو هیواد په غونډّ کې دایران داسلامي جمهوریت ریاست داوښودله سره لدې چې په لویدیځ پورې تړلو رسنیو داهیواد په سیاسي تعاملاتو کې منزوي ګاڼه په نړیواله او بین المللي کچه دخورا لوړ مقام، عزت او اقتدار خاوند هیواد دی.
استاد عصمت اللهی له صدای افغان(آوا) آژانس سره په یوه ځانکړې مرکه کې وویل: ایران داسلامي جمهوریت له لوري ددغه خوځښت ریاست داوښوده چې دا هیواد دلودیځ رسنیو د پوچو آوازو پرخلاف، یومعقدر، اغیز ښندونکی اود نړیوالو سترو خوځښتونو دکنترول او لارښوونې وړتیا لرونکي هیواد دی.
دهغه په وینا: په تهران کې ددې غونډې جوړول، دزماني عنصر له نظره کولای شي چې د نړیوالو ستونزو او دملګرو ملتو په سازمان کې مشکلاتو په اړه او دهغو ستونزو په اړه چې دامنیت په شورا کې شتون لري، خپل پياوړی او ځواکمن پيام د نړیوالو غوږوته ورسوي.
هغه زیاته کړه: دغه غونډه کولای شي چې دغړو هیواد له واقعیتونو، علمي،آقتصادي،فرهنګي او ټولنیزو پرمختګونو سره دآشنایي او دښوشرایطو دپيدایښت لپاره یوښه فرصت شي ــ په تیره بیا داسلامي هیوادو چې په دې وروستیوکې ویښتا به بدلونونه او اسلامي پاڅونونه پکې په لار لویدلي دي.
دښاغلي عصمت اللهي په عقیده دمنځني ختیځ ځنیې هیوادونو چې د زبرځواکونو پلویان وواوله هغوﺉ سره یې همغږی عمل کاوه، تراسلامي ویښتیاوروسته یې دهغوﺉ پلوي پریښوده او پدې هیوادو کې نوي جوړښتونه دجوړیدو په حال دي.
ښاغلي عصمت اللهي وویل: هغه مهال چې دنړۍ ۱۲۰ هیوادونه، دایران داسلامي جمهوریت ریاست او مشترۍته لبیک ووایي، ددې هیوادد یوازیتوب ډنډوره به دهغه دلویدیځو مخالفانو له لوري دیوې توطيې له جوړولو پرته، بل څه نه وي.
هغه وویل: دایران اسلامي جمهوریت دورستیو دیرش کلونو په اوږدوکې يوځانکړي او هوډمن سیاسی خپل کړی او داقتصادي او سیاسي تجریمونو په ځغملو سره سره، په سیاسي، فرهنګي،علمي او پرخپل ځان داتکاپه برخوکې لاس ته وراړنې هم لري.
دهغه په باور، دایران ځانته نړیوال اعتماد دجلب کړی او نړۍ ورته داعتماد په نظر ګورې چې دا تهران ته دډیرارزښت لرونکي دی.
دنړۍ ۱۸ هیوادونه ــ له هغې جملې څخه ایران چې دمکرو ملتو سازمان دغړو له درې برخوڅخه نژدې دوه برخې جوړوي، دناپييلو هیوادو دغور ځنګ غړي دي، همدا اوس دایران هیواد ددغه غورځنګ دوره اي ریاست په غاړه لري. دیادونې وړدي چې دناپییلو هیوادو دغرځنګ غړي هیوادونو په هرو درې اي کالو يوځل، همدې نوم، په یوه غونډه کې سره راټولیږي.
سیاسي پوهان دناپییلو هیوادو غورځنګ تردوهمې نړیوالې جګړې وروسته دیولوی زبرځواک(پخوانی شوروياتحاد) دړې وړې کیدل تجربه کړی او دامریکا شوم سیاست یې دیونړیوال زبرځواک په نوم پیژندلی دی.
ﺉښاغلي عصمت اللهي وویل: سوله ریزګډژوند، دآېادی بښونکو غورځنګونو ملاتړ، دزبرځواکونو د اختلافاتو په چوکاټ کې په هیڅ یړنظامي تړون کې نه ګډون دناپییلو هیوادو له ځانګرو مشخصاتو څخه ګڼل کیږي.
داناپییلو هیوادو دغیر منسلکو هیوادو غورځنګ یاد بې ژمنو هیواد غورځنګ په ۱۹۶۱ میلاد یا ۱۳۲ لمریز هجری کال کې دسړې جګړې په دوران کې هغه مهال چې نړۍ دختیځ او لویدیځ په نوم دکمونیزم او امپریالیزم(سرمایه داری) دوه قطبونو ترمنځ ویښل شوې وه، جوړشو او دغړوهیوادو دمشرانو دغه شپاړسمه غونډه دپنجشنبې په ورځ په تهران کې جوړه شوې وه.