هم د ایران هوايي دفاع او هم ډیپلوماټیک ادارې دواړو د صهیونیسټي رژیم د حملو په وړاندې فوقالعاده اقدام وکړ
یو شمېر سیاسي کارپوهان له آوا سره په خبرو کې، د ایران په خاوره د صهیونیسټ رژيم د وروستیو حملو په شنډولو او بې اغیزې کولو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د میزایلو ضد دفاعي فعالیت او په نړیواله کچه د دغه رژیم په ننګولو کې یې د دغه هېواد د ډیپلوماټیک ادارې فعالیت غیر معمولي وباله او دوی وايي چې دغه مثبت او همغږي پوځي او سیاسي غبرګون د ایران فوق العاده وړتیا څرګندوي.
آوا - کابل: د ایران د اسلامي جمهوریت په یو شمېر پوځي اډو باندې د اسرائیلو د نیواکګر رژیم له وروستیو بریدونو وروسته او د دغه برید په شاتګ کې د ایران د دفاعي سیسټم لوړ بریالیتوب؛ د سیاسي چارو کارپوهان او دیني عالمان له آوا سره په خبرو کې وايي چې نه يوازې دا چې د ايران هوايي دفاع ډېره بريالۍ وه، بلکې د ایران ډیپلوماتیک نظام هم د سیمې له هېوادونو سره په همغږۍ او ملګرتیا کې بریالی وو.
د هیواد د سیاسي ډګر شنونکی، ډاکټر عبدالعلي حسني د آوا له خبريال سره په خبرو کې، د ایران په اسلامی جمهوریت باندې د صهیونیسټی رژیم حملې د دواړو لورو ترمینځ د پوځی مقابلې د بدلولو ټکی وباله.
هغه وویل: د لومړي ځل لپاره د اسرائیلو رژیم د خپلو پوځي جنګي الوتکو په واسطه، د ایران پوځي مرکزونه یې په نښه کړل چی په دې برخه کې څو ټکي د اهمیت وړ دي.
د هغه په وینا لومړی دا چې صهیونیسټ رژیم په سیمه کښې د جنګ او ناامنۍ د پراخولو په لټه کښې دی او د امریکا ملاتړ یقینا په دې یرغل کې رول لوبولی دی او البته چې د دې رژیم د برید په محدودولو کې د هغې رول هم رد نه شو کېدای.
هغه په دې خبرې سره چې د ایران هوایی دفاع د دغه یرغل په وړاندې ښه غبرګون وښود، زیاته کړه: دا د دې ډول بریدونو سره د مقابلې لپاره د ایران وړتیا څرګندوي چې دې کار حتی د ایران خلک هم حیران کړل چې دومره قوي سیسټمونه لري.
ښاغلی حسني د اسلامی جمهوریت د چارواکو اعلامیې ته په اشارې سره وویل: د ایراني چارواکو د پخوانیو اعلامیو له مخې، دغه هیواد په یقین سره د صهیونیسټ رژیم د تیریو پرضد، به په مناسب وخت کې ځواب ووايي.
هغه همداراز د ایران د ډیپلوماټیک نظام فعالیتونه ډېر بریالي وګڼل او زیاته یې کړه چې د سعودی عربستان، مصر او اردن په شمول د سیمې اکثرو هیوادونو د ایران پرضد د صهیونیسټ رژیم تیری غندلي دي.
هغه زیاته کړه: هيله ده چې د صهيونيسټ رژيم په وړاندې د اسلامي هيوادونو پيوستون زيات شي.
په همدې حال کې د کابل ښار په لویدیځ کې د خاتم الانبیاء جامع جومات ملا امام، حجت الاسلام والمسلمین محمد حسین بلاغي د آوا له خبريال سره د خبرو پر مهال د ایران د اسلامی جمهوریت په وړاندې د اسرائیلو د رژیم د حملو په باره کښې وویل: د خپرو شویو راپورونو له مخې، دغه بریدونه په شا تمبول شوي او دومره مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
هغه په دې خبرې سره چې له ایران څخه د امریکا غوښتنه د اسرائیلي رژیم د بریدونو په وړاندې د غبرګون نه ښودلو په اړه د جګړې د پراخیدو د ویره له امله ده، زیاته کړه: د امریکا متحده ایالات په منځني ختیځ کې د خپلو اډو په اړه ډیر اندیښمن دي ځکه چې په دغه سیمه کې جګړې د پراخیدو په حال کې دي.
د دیني چارو دغه کارپوه په دې اشارې سره چې په سیمه کې د امریکا سیاسي او اقتصادي ګټې په خطر کې دي وویل چې امریکا هڅه کوي چې له جګړې څخه چې ګټې يې ګواښي مخنیوی وکړي.
هغه په دې خبرې سره چې د ایران د اسلامی جمهوریت نظام د خپل تاسیس له پیل څخه تر اوسه پورې هیڅکله د امریکې او د هغې د ګوډاګیانو د تیریو په وړاندې ناکام شوی نه دی زیاته کړه چې «دا د ټولو اسلامي هیوادونو لپاره ویاړ دی.»
ښاغلي بلاغي همدارنګه ټینګار وکړ چې د نړیوال قانون له مخې د اسراييلو د غاصب رژيم له خوا د اسلامي جمهوريت له ملي حاکميت څخه د دوو سرغړونو په پام کې نيولو سره، دغه هیواد قانوني حق لري چې د دغه رژیم بریدونو ته مستقیم ځواب ورکړي.
باید وویل شي چې وروسته له هغه چې صهیونیسټ رژیم پر ایران یرغل وکړ چې تقریبا ناکام هم شو د اسلامي هېوادونو مطلق اکثریت دغه بریدونه غندلي دي.
همدرانګه د ایران د اسلامی جمهوریت چارواکو دغه تیری ته په مناسب وخت ځواب ورکول خپل قانوني حق وباله.