کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران افغانستان ته د طبي محصولاتو او ټکنالوژۍ صادرولو ته چمتووالی اعلان کړ

افغان سوداګر باید د "ایران روغتیا" نندارتون څخه لیدنه وکړي!

30 ثور 1403 ساعت 12:27

د ایران د اسلامی جمهوریت د خوړو او درملو د ادارې مشر د آوا له خبریال سره په خبرو کښې افغانستان ته د لوړ کیفیت لرونکو محصولاتو د صادرولو او دغه راز د طب او درملو په برخو کښې د دغه هېواد د ټکنالوژۍ په وړاندې د دغه هېواد د چمتووالی خبر ورکړ او له افغان سوداګرو وغوښتل چې په تهران کې د "ایران روغتیا" په نندارتون کې د ایران وروستۍ لاسته راوړنې له نږدې وګوري.


آوا: سید حیدر محمدی د آوا له خبریال سره په مرکه کښې د طب، غاښونو، درمل جوړولو او لابراتواری تجهیزاتو په برخو کښې د ایران د روغتیا د نړیوال نندارتون د پرانستلو په څنګ کښې وویل: مونږ چمتو یوو چې د ایران د روغتیا ټول وسایل او  هغه محصولات چې تاسو یې په دې نندارتون کې ګورئ افغانستان ته صادر کړو.»

لومړی یې له افغان سوداګرو، چې ډېری یې د ایران په تهران او رضوی خراسان کې سوداګری کوی، وغوښتل چې د ایران روغتیایی نندارتون ته ورشی او په دې برخه کې د دغه هېواد لاسته راوړنې ووینی او هیله من دی، چې په دې برخه کې ترې ګټه واخلی.

د ایران د خوړو او درملو د ادارې مشر په افغانستان کښې د درمل جوړولو د فابریکو د جوړولو او په دغه هیواد کښې د درمل جوړونې له شرکتونو سره د ملګرتیا په هکله د دغه هېواد د چمتووالی په هکله وویل: یقیناً مونږ د درملو په برخه کښې د ټکنالوژۍ او تجهیزاتو د صادرولو امکانات لرو خو حتی اوس داسې شرکتونه شتون لري چې دوی هلته د روغتیا خدماتو تولید او پراختیا لپاره پانګونه کوي.

د "ایران روغتیا" نړیوال نندارتون د طبي، غاښونو، درمل جوړولو او لابراتوارونو په برخو کې د څه باندې ۶۰۰ محصولاتو په وړاندې کولو سره، د ثور د میاشتې په ۲۹ نیټه په تهران کښې د ۷۰۰ شرکتونو په شتون سره پیل شو او ټاکل شوې ده چې دغه نندارتون به د ایران د روغتیا په برخه کښې د څه دپاسه ۶۰۰ تولیداتو په وړاندې کولو سره نندارې ته وړاندې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د خوړو او درملو د ادارې د مشر په وینا، د دغه هېواد د طبي وسایلو بازار په کال کې شاوخوا درې میلیارده ډالرو ته رسېږي چې له دې جملې څخه دوه میلیارده ډالره یې د وارداتو برخه ده او یو میلیارد یې د نورو لپاره ده.


د مطلب کود: 290602

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/interview/290602/ایران-افغانستان-ته-د-طبي-محصولاتو-او-ټکنالوژۍ-صادرولو-چمتووالی-اعلان-کړ

آوا
  https://www.avapress.com