کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پوتین غواړي "پر خدای ایمان" د اساسي قانون برخه وګرځي

13 حوت 1398 ساعت 19:25

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د دې هېواد په اساسي قانون کې د یو شمېر بدلونونو وړاندیز کړی دی. په دې لېست کې یو وړاندیز دا هم دی چې د روسیې وګړي به د اساسي قانون له مخې اړ وي چې پر خدای د ایمان لرلو اعتراف یا اعلان وکړي.


یو بل وړاندیز د همجنسه وګړو خپلو منځو کې د واده په اړه دی. د دې وړاندیز له مخې به له نارینه سره د نارینه، او همدا راز له ښځې سره د ښځې واده په اساسي قانون کې منع وبلل شي.
خو مخالفینو وایي، ولسمشر پوتین غواړي په دې ګامونو سره د خپلې ولسمشرۍ مودې له ختمېدو وروسته هم واکمن پاتې شي.
په یوه بل وړاندیز کې راغلي چې "د روسیې خاوره" به بهرنیانو ته نه پرېښودل کېږي. که دا وړاندیز ومنل شي نو د کریمیا په څېر سیمو باندې به د روسیې دعوه او ولکه نوره هم ټینګه شي.
روسیې په ۲۰۱۴ کال کې په پوځي ځواک د کریمیا سیمه له ختیځ اوکراین نه بېله کړې وه.


د مطلب کود: 204769

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/interview/204769/پوتین-غواړي-پر-خدای-ایمان-د-اساسي-قانون-برخه-وګرځي

آوا
  https://www.avapress.com