-
ننګرهار کې د سولې تر عنوان لاندې د واليبال سيالۍ ترسره شوې
د ننګرهار سیمه ييز چارواکي وايي چې، دغه سيالۍ په جلال اباد ښار کې د واليبال فدراسيون لخوا د ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولايتونو د ۲۸ لوبډلو ترمنځ وشوې چې د جلال اباد ښاروالۍ لوبډلې په بريا سره پای ته ورسېدې.
دوشنبه 11 کب 1399 -
خلیلزاد د افغان سولې په اړه خبرو لپاره کابل ته رسېدلی
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې په اړه د یو نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې کابل ته رسېدلی دی.
دوشنبه 11 کب 1399 -
چین له افغانستان سره څلورسوه زره دوزه کرونا واکسین مرسته کوي
د چین هېواد د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره د ۴۰۰۰۰۰ خوراکه کرونا واکسین مرسته کوي.
دوشنبه 11 کب 1399 -
له زېمبابوې سره د سیالۍ لپاره د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې چمتووالی
د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې له څو ورځو راهیسې له زېمبابوې سره د دوه تسټ او درې شل اوریزو سیالیو لپاره تمریناتي لوبې پیل کړې دي.
يکشنبه 10 کب 1399 -
کورونا په هېواد کې؛ تېرو۲۴ساعتونو کې۱۹تنه په کورونا ویروس ککړ شوي
د عامې روغتیا وزارت نن یکشنبې (د کب په ۱۰مه) په ټول هېواد کې د کورونا ویروس د ۱۹ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړی دی.
يکشنبه 10 کب 1399 -
د جګړې د دوام ناوړه اغېزې؛ پکتيا کې د جګړو له امله روان کال ۱۰۲۲ کورنۍ بېځايه شوې دي
د کډوالو وزارت او د يادې برخې د نړيوال سازمان د شمېرو له مخې سږکال هم په افغانستان کې د جګړو له امله لسګونه زره کسان بې ځايه شوي دي.
يکشنبه 10 کب 1399 -
د دوحې سولې لومړۍ کلیزه؛ حکومت یې سولې ټینګښت لپاره بې ګټې خو طالبان یې ګټور بولي
د افغانستان ملي امنیت شورا وایي، افغانانو چې د دوحې سولې له تړونه کومې هیلې لرلې نه یې دي ترلاسه کړي.
يکشنبه 10 کب 1399 -
هند کې د چرګانو جنګولو سیالۍ پرمهال یوه چرګ خپل څښتن وواژه
د هند په سوېل کې د چرګانو جنګولو د یوې ناقانونه سیالۍ پرمهال یوه چرګ خپل څښتن وواژه.
يکشنبه 10 کب 1399 -
صالح: د حزب التحریر فعالیت غیر قانوني دی
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، تر څو چې حزب التحریر له عدلې وزارت سره ثبت شوی نه وي د غونډو او تبلیغ اجازه نه لري.
يکشنبه 10 کب 1399 -
د طالبانو په وړاندې د افغان حکومت له جکړې د برېټانیا ملاتړ
د برېټانیې لومړي وزیر ویلي دي چې دغه هېواد د طالبانو په وړاندې د افغان حکومت له جګړې ملاتړ کوي.
شنبه 9 کب 1399 -
په افغانستان کې د سولې ټینګېدو لپاره پر اوربند د عبدالله ټینګار
د افغانستان د ملي مصالحې شورا مشر ویلي چې په افغانستان کې روانه جګړه هره ورځ افغانان وژني او هرو مرو باید اوربند وشي.
شنبه 9 کب 1399 -
بدخشان کې عامو خلکو د ښوونځي جوړولو حشر کړی
د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې یو شمېر عامو خلکو یوه ښوونځي ته شخصي ځمکه ورکړې او د جوړېدو لپاره یې عمومي حشر کړی دی.
شنبه 9 کب 1399 -
د ننګرهار ولایتي شورا غړی عبدالقهار قدیر یوې چاودنه کې ټپي شوی
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وایي، د دې ولایت جلال اباد ښار کې د ولسي جرګې د پخواني غړي حاجي عبدالقدیر د ورور او د ولایتي شورا پر غړي عبدالقهار قدیر ماین چاودنه شوې.
شنبه 9 کب 1399 -
ولسمشر غني: خبره د قدرت ده او د قدرت حللاره یوه سیاسي هوکړه ده
د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني دولت ضد ډلو ته په خطاب کې وویل، جنګ اسانه کار دی خو مېړانه دا ده چې راشئ او سوله وکړئ.
شنبه 9 کب 1399 -
جلال اباد ښار لپاره د داعشیانو د عملیاتو پلان جوړوونکی نیولی
د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار لپاره یې د داعش ډلې د عملیاتو پلان جوړوونکی نیولی دی.
شنبه 9 کب 1399 -
افغانستان کې ۳۹۷۳ کسان په کروناویروس اخته دي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په اوس وخت کې ۳۹۷۳ کسه په افغانستان کې په کروناویروس باندې اخته دي.
پنج شنبه 7 کب 1399 -
د افغانستان نوري فایبر شبکه له پنځو هېوادونو سره نښلول شوې
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې د دغه هېواد د نوري فایبر ملي شبکه اوسمهال د پاکستان، ایران، ترکمنستان، قزاقستان، ترکمنستان او تاجکستان د نوري فایبر له شبکو سره نښلول شوې ده.
پنج شنبه 7 کب 1399 -
امریکايي سناتور د سرتېرو ویستو نېټې پر غځولو ټينګار کوي
د امریکا متحده ایالاتو د سنا تسلیحاتي کمېټې تازه رییس، جګ رید وايي د دغه هېواد ولسمشر، جو بایډن باید له افغانستانه سرتېري په بېړه ونه باسي.
پنج شنبه 7 کب 1399 -
افغان حکومت استاد ګلزمان ته د پښتو موسیقۍ د بابا لقب ورکړ
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغان سندرغاړو او هنرمندانو د ستاینې او د هغوی له هنر څخه د قدردانۍ په یوه غونډه کې استاد ګلزمان ته د پښتو موسیقۍ د بابا لقب ورکړ.
پنج شنبه 7 کب 1399 -
ننګرهار کې یو نوی زېږېدلی ماشوم د تښتوونکو له منګولو ازاد شو
د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ په یو روغتون کې یو نوی زېږېدلی ماشوم، چې د یوې مېرمنې له لوري تښتول شوی و، بېرته ازاد او کورنۍ ته یې وسپارل شو.
پنج شنبه 7 کب 1399