د کورنیو صنایعو او محصولاتو بازار موندنه او د هغوی د خرڅلاو لپاره په کابل ښار کې د څلورو ورځو لپاره د باکیفیته توکو نندارتون پرانیستل شوه.
انځوریز راپور/ په کابل کې د څلورو ورځو لپاره د کورنیو تولیداتو ملي نندارتون پرانیستل شو
22 سنبله 1401 ساعت 10:56
د کورنیو صنایعو او محصولاتو بازار موندنه او د هغوی د خرڅلاو لپاره په کابل ښار کې د څلورو ورځو لپاره د باکیفیته توکو نندارتون پرانیستل شوه.
آوا - کابل: د تېرې دوشنبې په ورځ (سنبلي ۲۱) د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې، د سوداګرۍ او صنایعو خونې او یو شمېر هېوادونو له خوا د صنعتی او ساختمانی توکو ملی نندارتون جوړ شو. په کابل کې د اسلامي امارت د مسؤلینو، سوداګرو او پانګوالو په شتون کې د کورنیو صنایعو او تولیداتو د بازارموندنې او د باکیفیته توکو د پلور په موخه د خصوصي شرکتونو دفتر پرانیستل شو.
دغه نندارتون د څلورو ورځو لپاره د لیدونکو پر مخ پرانیستی دی او د هېواد په کچه تولید شوي محصولات لکه افغاني جامې، زیورات، لبنیات، تازه میوې، د ماشومانو خواړه او نور په کې نندارې ته ایښودل شوي دي.
د مطلب کود: 258547