په بلخ او جوزجان ولایتونو کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو د سنبلي نهمه او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وروستي سرتیری وتلو کلیزه ولمانځله.
انځورونه/ د هېواد په شمال کې له افغانستان څخه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو د کلیزې لمانځنه
9 سنبله 1401 ساعت 11:30
په بلخ او جوزجان ولایتونو کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو د سنبلي نهمه او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وروستي سرتیری وتلو کلیزه ولمانځله.
آوا - مزارشریف: نن (چهارشنبه، سنبلي ۹) او له هیواد څخه د وروستیو امریکايي سرتیرو د وتلو د کلیزې په مناسبت په مزارشریف ښار کې د شاندارو مراسمو ترسره شوه.
په دې مراسمو کې د بلخ والي، ملکي او نظامي مسوولینو، علماوو او د مزارشریف یو شمېر ښاریانو هم برخه اخیستې وه.
له جوزجان ولایت نه هم په رارسیدلي خبرکې ویل شوي چې د اسلامي امارت مسؤلینو د سنبلې نهمه نیټه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځله.
نن په شمال کې د بلخ او جوزجان، کندز، بدخشان، تخار او په شمال کې فاریاب او سرپل ولایتونه په ګډه د سنبلې د نهمې نیټې د نمانځلو شاهدان دي.
په ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تېر ۲۰ کاله او د امریکا د لاسپوڅي نظام برخلیک د راتلونکي لپاره ښه لارښود بللی دی.
د مطلب کود: 257900