په کابل کې د لوړو زده کړو د یوې خصوصي موسسې ښځینه محصلینو د "ګوهرشاد محصلینو د فرهنګي، هنري او لاسي صنایعو نندارتون" تر سرلیک لاندې یو نندارتون جوړ کړ چې په کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د محصلینو لاسي صنایع، هنري اثار، محلي خواړه او خواږه او وچې مېوې نندارې ته وړاندې شوې.