نن دوشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ په هماهنګۍ، د اسلامي امارت د مسؤلینو، د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو او د نړیوالو موسسو د مسؤلینو په حضور کې د کډوالو نړیواله ورځ ونمانځله.