دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 192307
د افغان ځواکونو لومړی بریا
دوه میاشتې وشوې چې د ولسمشرۍ لپاره نوماندانو سیالی وکړې او د دې سیالیو او غونډو امنیت افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو په ګډه نیولی و او هیڅ دښمن ته یې اجازه ور نه کړه چې خپل هدف ته ورسیږی او دا پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړی.
که څه هم وحشی طالبانو کاپیسا کې د نوماند یوې غونډې ته نږدې ځانمرګی برید وکړ، خو نورو سیمو کې و نه توانیدل چې وینه توی کړی او افغان کشفی او استخباراتی مسوولین وتوانیدل چې د دښمن ټول پلانونه شنډ کړی.
تاسو به د تېرو دوه میاشتو په دوران کې اوریدلی او لیدلی وې چې افغان کشفی او استخباراتی ارګانونو یو شمېر داعش او طالبان ونیول چې بریدونه به یې پلان کول او ښارونو کې به یې د افغانانو وینه تویوله.
همدا د بریدونو له طراحانو وروسته د ډیرو بریدونو مخه ونیول شوه او دښمن هغه هدف کې بریالی نه شو چې د ټاکنو غونډو کې یې پر ګډونوالو د بریدونو ګواښ کړی و.
نږدې ټولو ولایتونو ته یو شمېر کاندیدان لاړل او خپله برنامه یې تر خلکو ورسوله، دا ټول د افغان ځواکونو برکت و چې کلک امنیتی تدابیر یې نیولی و او هغه پلان چې د ټاکنو لپاره یې جوړ کړی و په ښه شکل د تطبیق په حال کې دی.
تاسو ولیدل چې ذلیله دښمن څو څو ځله د بریدونو ګواښ وکړ چې ټاکنیزو غونډو کې به بریدونه وکړی، خو و مو لیدل چې افغان ځواکونو خپله میړانه وښودله او د بریدونو مخه یې ونیوله.
هر نوماند لپاره ځانګړی تدابیر نیول شوی و او هر ولایت ته به چې کوم نوماند تللو، امنیتی زمینه ورته برابره وه او تر هغې چې بیرته کابل ته رسیږی د افغان ځواکونو تر کلک څار لاندې و.
د ټاکنو لپاره افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو پلان په تر دې دمه په ډول پر مخ ځی او په خپلو ویاړلو ځواکونو باور ولرئ چې د ټاکنو دا پروسه به بریالی کوی.
اوس افغان ځواکونه تر بل هر وخت د دې وړتیا او امکانات لری چې د هېواد امنیت وساتی او ترهګرې دلې چې د طالبانو په ملاتړ جنګیږی، ماتې ورکړی، هیڅ افغان دښمنه ډله به بریالۍ نه شی چې د بهرنیو پروژې افغانستان کې تطبیق کړی.
طالبانو او نور ډلو د ټاکنو پروسې د ګډوډلو لپاره له بهرنیو استخباراتو په ځانګړی ډول له پاکستان زیاتې پیسې ترلاسه کړی خو افغان ځواکونه به اجازه ور نه کړی چې بهرنۍ پروژې دلته تطبیق شی.
له دې تول ډاډ سره اوس پر افغان ځواکونو باور وکړئ، تاسو د رایو صندقونو ته لاړ شئ، افغان ځواکونه شپه او ورځ ستاسو په خدمت کې دی چې ډاډمن امنیت منځ ته راشی او راغلی دی.
تاسو یواځې د دښمن په مخ کلکه څپیړه ورکړئ، په ټاکنو کې پراخه ګډون وکړئ او راتلونکی حکومت ته به خپله یوه رایه مشروعیت ورکړئ.
https://avapress.com/vdchvinzq23nwxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته