پوسټ کوډ 91875
نیټه خپرول: 5 کال عمر
ایټالوي پولیسو افغان پناه غوښتونکی د ترهرګریزو بریدونو په تور نیولی
د ایټالیا پولیسو یو افغان پنا غوښتونکی په اروپا کې د ترهګریزو بریدونو د هوډ په تور نیولی دی. پولیس وايي ددغه کس دوه نور ملګري تښتیدلي او د نیولو هڅې یې روانې دي. ویل کیږي د حکیم نثاري په نوم دغه ۲۳ کلن افغان هلک په باري ښار کې یوه هوايي ډګر ته څیرمه د پنا غوښتونکو په پنډغالي کې اوسیده، او پلان یې درلود، چې له خپلو ملګرو سره په ایټالیا او لندن کې پر هوايي ډګرونو، د پولیسو پر موټرونو، سپورتي لوبغالو، هوټلونو، پلورنځایونو او نورو عامه ځایونو بریدونه وکړي.