جمهور رئيس غني: هغه تعهدات مو چې په لندن کې نړيوالې ټولنې ته وړاندې کړل، هغه تعهدات دې چې موږ د افغانستان له خلکو سره کړي و
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس محمد اشرف غني او د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير ?اغلي چک هي?ل پرون ما?ام په يوه خبري غون?ه ک? را?ر?ند شول.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني او د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزير ښاغلي چک هيګل پرون ماښام په یوه خبري غونډه کې راڅرګند شول.
جمهور رئيس غني وویل چې د امريکا د دفاع وزیر راتګ په داسې یو وخت کې ترسره کيږي چې د افغانستان او امریکا اړیکې په بنسټیز ډول ۲۵ ورځې وروسته بدلون مومي او د افغانستان د خلکو د خونديتوب هر اړخیزمسوولیت به د افغانستان د امنیتي ځواکونو په غاړه وي.
جمهور رئيس وویل چې دواړو لورو پر نورو موضوعاتو سربېره، دا چې سوله او ثبات د افغانستان لپاره یوه مهمه اړتیا ده، هم بحث وکړ.نوموړي زیاته کړه: له یوې خوا ګواښونه موجود دي او له بلې خوا فرصتونه، نو دې ته اړتیا ده چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه له یو بل سره همکاري وکړو.
جمهور رئيس غني د نړیوالو ځواکونو له قربانيو او مرستو او د افغان امنیتي ځواکونو له ملاتړ څخه د مننې په ترڅ کې وويل چې د سولې ټينګښت د افغانستان بنسټيزه اړتیا ده او په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره باید له یوې منسجمې، هر اړخیزه، او دقيقې تګلارې څخهکار واخیستل شي.
د هېواد جمهور رئيس محمد اشرف غني زیاته کړه: هغه تعهدات مو چې په لندن کې نړيوالې ټولنې ته وړاندې کړل، هغه تعهدات دې چې موږ له خپلو خلکو سره کړي و.
جمهور رئيس همداراز وویل چې سیاسي اجماع د افغانستان په ټولو اقشارو کې موجوده ده او ملت د بدلون لپاره چمتو دی.
جمهور رئيس وویل: افغان امنیتي ځواکونه په داوطلبانه توګه د خپل ملت خدمت کوي او زه د هغوی له دغه تعهد څخه چې آماده دي د خپلې خاورې د ساتنې لپاره قربانۍ ورکړي، سخت منندوی یم.
د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزير ښاغلي چک هيګل چې د خپلو ځواکونو د کتنې په موخه يې افغانستان ته سفر کړی، له افغانستان سره يې د خپل هېواد مشارکت او اړيکې ډېرې مهمې وبللې او زیاته يې کړه چې امریکا به د اوږد مهال لپاره د افغانستان ملاتړ کوي.
ښاغلي هيګل د خپلو ځواکونو د قربانيو او زحمتونو څخه په مننې سره وویل چې د امریکا يي ځواکونو محاربوي رول به د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر په ۳۱ نېټه پای ته ورسيږي او افغان امنیتي ځواکونه به د افغانستان د دفاع او امنیت بشپړ مسوولیت په غاړه واخلي.